ټولنه

د پلخمري د نساجۍ د برېښنا بند د ترمیم چارې به ډېر ژر بشپړ شي

کابل/ د مرغومي ١ / باختر:
د نساجي د برېښنا بند د تخنيکي کارکوونکو د هلو ځلو په پايله کې د دغه بند توربينونه ترميم او له دې دستګاه د برېښنا د توليد بهير بېرته پيل شو.
د افغان- پلخمري د نساجۍ د برېښنا بند د تولید بهیر د توربینونو د زړښت له امله درول شوې وه چې د افغان- پلخمري نساجۍ دستګاه د پیرودونکو لپاره یې ستونزې را منځته کړې وې خو د اسلامي امارت په بریا سره د نساجۍ د بریښنا د توربینونو د ترميم کارله سره پیل شو چې په پايله کې د دويم او درېيم نمبر توربينونو د برېښنا د توليد بهير پيل شو او په لومړي نمبر توربين کار په چټکي سره دوام لري.
دا خبره د پلخمري د نساجي بريښنا رييس احمد سير فيضي د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وکړه.
د تخنيکي ستونزو له امله د برېښنا درې واړه توربينونه له فعاليت څخه پاتې وو
چې د اسلامي امارت په بريا سره د تېرو دریو میاشتو په موده کې ۲ او ۳ نمبر توربینونه ترمیم او تولید ته چمتو شو او پر ۱ نمبر توربین کار روان دی چې ډیر ژر به پای ته ورسېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته