نړۍ

دتايلند اردو دکودتا په نسبت خبر دارى ورکړ.

‘- بنکاک- دايران – باختر دمرغومې دمياشتې ٧ دتايلند د اردو قوماندان په دغه هيواد کې د تاوتريخوالي له زياتوالي او ديوه پوځي له وژل کيدو وروسته دکودتا په نسبت خبر دارى ورکړ او ويې ويل چې شرايط کولاى شي په پوځي کودتا اغيزه ولري. دايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې : پرايوت چچان اوچا وويل : د کودتا د ترسره کولو احمتال يوازې په راتلوونکو تصميم نيولو پورې اړه لري. ده دتايلند د اردو په بيطرفى باندې په ټينګار سره له اعتراض کوونکو څخه وغوښتل چې تاوتريخوالى پاى ته ورسوي . دتايلند دسمندري پوځ قوماندان نارونګ پيساتاناساى د روان کال دليندۍ دمياشتې په منځنيو وختو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دغه هيواد کې هيچ راز پوځي کودتا طرحه نه ده. تايلند تراوسه پورې د اتلسو ترسره شويو او يا طرحه شويو کودتاګانو ډګر دى او وروستي کودتا په دغه هيواد کې له تاوتريخوالۍ وروسته په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې ترسره شو چې له امله يې د وخت صدراعظم او داونۍ صدراعظم ورورتاکسين شينا واترا را وپرځول شو او له څه مودې وروسته له جيل څخه له تيښتې وروسته له هيواد څخه بهر ته لاړ . اوس د روانې اوونۍ دپنجشنبې د ورځې له اعتراضونو وروسته چې اعتراض کوونکو دانتخاباتي نوماندانانو د نوم ليکنې دځاى سپورتي ډګر ته روان و. دتايلند داردو قومانداندانۍ يوځل پيا دکودتا داحتمال په نسبت خبردارى ورکړ. د تايلنددپنجشنبې په اعتراضونوکې چې له پوليسو سره دنښتې سبب شول دوه تنه ووژل شول او يو سلو درې پنجوس تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته