خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د اړونده رغنیزو پروژو په برخه کې شته ستونزې و ارزولې

 کابل، د وږي۳۰مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د غور له والي  مولوي احمدشاه دین دوست او مل پلاوي سره وکتل او د یاد ولایت د ښاري ستونزو د حل په اړه یې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د غور والي د دغه ولایت د وضعیت او ښاري ستونزو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړ او د حل کولو لپاره یې د وزارت له لوري د مرستې او همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د غور والي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د یاد ولایت د ښاري ستونزو د حل لپاره به لازمې لارې چارې ولټوي.

د یو بل خبر له مخې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ شپږمه غونډه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د هېواد په کچه د دغه وزارت د ساختماني پروژو په برخه کې د تخنیکي ستونزو او د ننګونو او ستونزو د حل په اړه بحث وشو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پلاوي په ننګرهار ولایت کې د مکروریانو د (۶۰) بلاکونو د جوړولو د څرنګوالي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.

په یاده ناسته کې د بېرته راستنېدونکو استوګنیز ښارګوټي جوړښت، ساتنه او پالنه، او دغه راز د نورو بېلا بېلو اقشارو او اصنافو لپاره د ښارګوټو ساتنه او پالنه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ولایتي رییسانو لپاره د معلوماتي سیمنار جوړول تر بحث لاندې ونیول شول.

د دغه وزارت اړوندو رییسانو او د پروژو امرینو د مطرح شویو موضوعاتو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او په پای کې د پلان او پالیسۍ ریاست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لپاره جوړه کړې لس کلنه ستراتیژي وړاندې کړه.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا