فرهنګ

دانځورګرۍ ، خطاطۍ او دميناتورى دهنرونو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دانځورګرۍ ، خطاطۍ او دميناتورى  داثارو نندارتون  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار محب الله  ذاکري له خوا  پرانستل شو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه نندارتون  د لويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ په ملي نګارستان کې  جوړ شوى دى .
  په دې نندارتون کې  دلويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې دهنرمندو استادانو او زده کوونکو  دانځورګرۍ ، خطاطۍ او ميناتورۍ ١٤٣هنري اثار نندارې ته وړاندې  شوي دي .
  ددغه نندارتون  دپرانستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى معينيت سلاکار( سيد رضا حسيني  ميثم ) يوشمير هنرمندانو اومينه والو  برخه لرله ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنرستان رييس  محمد هاشم  شارق  ددې تر څنګ چې ددغه نندارتون دهنرمندانو  کارونه  ارزښتناک وبلل  ، ويې ويل  دهنرمندانو رسالت دى  چې دهنرونو دودې په لاره کې  کار وکړي . او دهنر له لارې  دټولنې ستونزې او ناخوالې منعکسې کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار محب الله ذاکري هم په خبرو کې دهنرمندانو دهنري کړنو او هلوځلو له امله  قدرداني وکړه . او ويې ويل  هنرمندان کولى شي  دخپلو ښو هنري کارونو په واسطه  افغانستان  دسيمې او نړۍ په کچه  معرفي کړي . 
ده هيله وکړه  چې دهېواد دابادي په برخه کې  بايد  ددې هېواد  هر وګړى  هڅه او هاند وکړي . او دهنر او دخپلې اړوندې څانګې له لارې  دهېواد په ترقى او پرمختګ کې  ونډه واخلي .
  دغه راز دلويانو لپاره  دافغانانو دملي موسسې  (  اي – ال- سي )  مرستيال  حيات الله  مرزايار  ددغه نندارتون دجوړولو په برخه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دهمکارى له امله قدرداني وکړه  او داړونده بنسټ  دکار اوفعاليت  په باره کې يې  معلومات ورکړل .
  ده وويل  چې ددغه نندارتون دجوړولو موخه  دهنرمندانو هڅونه او دهنر وډه ده
په دې غونډه کې دملي نګارستان  مسوولې صابرې رحماني  څرګنده کړه  چې ملي نګارستان  تل  دهنر دودې په برخه کې له هنرمندانو سره همکار دى او دنندارتونونو  دجوړولو په برخه کې  دهېواد دهنرمندانو په خدمت کې دى .
  ددغې غونډې په بهير کې دملي تياتر دهنرمندانو له خوا  تمثيلي پارچه او دموسيقي رياست  دهنرمندانو له خوا  دموسيقي پارچې  اجرا شوې .
دغونډې په پاى کې د چارواکو له خوا  دلويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې  په يوشمير غوره  هنرمندانو ستاين ليکونه وويشل شول .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته