سیاست

جمهور رئیس غني د سریلانکا د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د سریلانکا د نوي سفیر نجم الدین آتام لیبي طه باورلیک په داسې حال کې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود،  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولوله مراسمو وروسته چې نن له غرمې مخکې  په ارګ کې ترسره شول،  دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د سریلانکا د همکاریو د قدرداني پرمهال ښاغلي نجم الدین آتام لیبي طه ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه
د سریلانکا نوي سفیر جمهور رئیس غني ته  د خپل هېواد له لوري له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام  ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته