ټولنه

په ننګرهار کې سلګونوکورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

١٧- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه.
دغه کورنى بې سرپرستې وې او له مجبوريت څخه يې خپل ماشومان د يوې مړې ډوډۍ د پيدا کولو لپاره شاقه کارونو ته اړ اېستل .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې په کامې ولسوالۍ کې ٥٠٠ بې سرپرسته کورنيو د زندګي د مرستندوي بنسټ له مرستو څخه برخمنې شوې .
په دغو مرستو کې اوړه ، وريجې ، غوړي ، دال ، مالګه ، بسکويت،جامې ، کوښې او د کور وسايل شته.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته