ټولنه

د ښځو دظرفيتونو د لوړولو دپروژې يوشميرزده کوونکو ته تصديق ليکونه ورکړل شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
د ښځو دظرفيتونو د لوړولو د پروژې  يوشمير زده کوونکو ته نن  داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  د روزنيزې دورې  د بشپړولو تصديق ليکونه وويشل شول.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه،  د دغه وزارت  د بشري منابعو رئيس احمدضيا انوري  د ښځو دظرفيتونو د لوړولو  او دټولنې په پرمختګ کې د هغو درول په باب خبرې وکړې  او ويې ويل ؛  ښځې بايد له برابرو شويو فرصتونو څخه زياته استفاده وکړي او په ټولنيزو فعاليتونو کې  په ونډې اخيستنې سره  ټولنې ته  د خدمت جوګه شي.
په  دې غونډه کې  د ښځو دظرفيتونو دلوړولو دپروژې استازې کريمې ميرزاد   د ښځو دظرفيتونو  د لوړولو ا وپه دولتي ادارو کې   دښځو داستخدام په باب  ددغه بنسټ دپروګرامونو په اړوند خبرې وکړې.
په همدې ترتيب  يوې  زده کوونکې نرګس پارسي منش   ښځو ته  روزنيز پروګرامونه ارزښتناک  وبلل  او د هغه تحقيقي رپوټ نتيجه يې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دښځو درول په باب برابر کړى و، وړاندې کړ.
دغونډې په پاى کې په هغو  زده کوونکو چې  روزنيزه دوره يې بشپړه کړې وه  د مسووولينو له خوا تصديق ليکونه وويشل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته