سیاست

جمهور رئیس غني یو زر لېسې مسلکي لېسو ته ارتقا کوي

کابل/ باختر/ د کب دمیاشتې ٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نیمروز ولایت ته د خپل سفر په جریان کې پرون مازیګرپه زرنج ښار کې د پوهنتون استادانو، د ښوونځیو ښوونکو او د نیمروز ولایت د روغتیا برخې ورزشکارانو او فعالینو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې عبدالهادي بیدار او زهرا سلطاني د استادانو او روغتیا برخې په استازیتوب د ښوونکو د ښارګوټي، د معاشونو د زیاتوالي، د ښوونځیو د ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمبود، د پوهنتون د انکشاف، کتابتون او لابراتوارد جوړولو، ورزشکارانو ته د پاملرنې، د متخصص ډاکټرانو او امبولانس، د روغتیایي مرکزونو او د نسایي ولادي متخصصینو د زیاتوالي، او د نیمروز ولایت روغتون کار د بیا کتنې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني له هغوی څخه په مننې وویل، د عامې روغتیا وزارت معینان به دې ولایت ته سفر وکړي، شته ستونزې به وارزوي او عاجل اقدامات به وشي. هغه زیاته کړه، د ښوونځیو جوړولو مالي امکانات برابر شوي او په راتلونکو کلونو کې به د ټولو ولایتونو د ښوونځیو جوړولو ستونزې حل شي.
د هېواد جمهوررئیس  د مسلکي لېسو پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې ویل، یو زر لېسې به مسلکي لېسو ته ارتقا وکړي. هغه د نیمروز والي ته لارښوونه وکړه، چې د ورزشکارانو او د ښوونکو او استادانو د ښارګوټي د ستونزو د حل په برخه کې ښارجوړولو او د ځمکو وزارت سره په همکارۍ مناسب ځای په پام کې ونیسي.
جمهورئیس غني وویل، د موثریت د زیاتوالي لپاره له دې وروسته د پوهنې بودجه مستقیماً ولایتونو او د پوهنې ریاستونو ته انتقالېږي. پاى- سعيده  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته