فرهنګ

دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دپستونو دډکولو لپاره درقابتي ازموينې پاى ته رسيدل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دپستونو دډکولو لپاره درقابتي ازموينې بهيرنن پاى ته ورسيد.

دغه پروګرام داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون اوداطلاعاتو اوفرهنګ رياست دبشري منابعو درياست له خوا پرمخ بيول  کيږي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس روح الاامين حبيبي  باختراژانس ته وويل  چې په دې رقابتي ازموينه کې دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ٣٢ پستونو دډکولو لپاره  ٨٥ تنو سيالي وکړه چې څلورو تنو ښځو هم پکې  ګډون درلود.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درييس دڅرگندونوله مخې،  له برخه والو څخه به هغه کسان چې په دې رقابتي ا زموينه کې ډيري لوړې نمري ترلاسه کړي په دغو ٣٢ پستونو کې انتخاب شي .

حبيبي وويل چې داطلاعات اوفرهنګ وزارت درياستونودپستونو لپاره دازادي سياليودترسره کولوهدف دسالمې ادارې جوړول اوداداري فساددجرړو له منځه  وړل دي .

ديوبل خبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس دبغلان له والي سره وکتل.

 ددغې کتنې محور دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دپستونولپاره  درقابتي ازموينې له لارې   دغوره کسانو دجذب دڅرنګوالي په باب خبرې وې.

په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس روح الاامين حبيبي دازادي سيالي له لارې دغوره کسانو ټاکنه  دسالمې ادارې دجوړولو  اوداداري فساد دجرړو دله منځه وړلو لپاره مهم وباله او ويې ويل هلې ځلې کيږي چې  دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په  ٣٢ پستونو کې داسې کسان انتخاب شي چې وړتيايې ولري .

په دې کتنه کې منشي عبدالمجيد په ټولنه کې دفرهنګ اوفرهنګيانو رول ارزښتناک وباله اودبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دپستونو دډکولو لپاره درقابتي پروګرام دترسره کيدو له امله يې خوښي څرگنده کړه.

دغه بهير  داداري اصلاحاتو اوملکي  خدمتونو دخپلواک   کميسيون له خوا اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکاري پيل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته