امنیت

په کندز کې د دووتنو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کېدل.

کابل – باختر دسلواغې دويمه :
دوه تنه ماين ښخوونکې  طالبان په کندز ولايت کې دخپلو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول .
دطالبانو په ډلې پورې اړوند ملنګ او عبدالروف کله يې چې غوښتل دوه ماينونه دخان اباد ولسوالۍ دآرام خان دکان په ساحه کې په يوه ګڼ  ميشت لاره کې ښخ کړى دخپلو ماينونو دچاودنې له امله  و وژل شول.
دکندز ولايت دپوليس ويندوى سيرسرور حسيني باختر آژانس ته وويل طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په افغان پوځيانو او دسيمې په اوسيدونکو بريد وکړي.
دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې : په دې پيښه کې دسيمې اوسيدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتى .
ديوبل خبرله مخې : دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان په کندز ولايت کې دځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول.
په ملارحمت الله  او ملاولي تيره شپه په کندز ښار پورې اړوند دکنم په سيمه کې  د دوى په پټنځي کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
دکندز ولايت دپوليسو ويندوى سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل : په دغو قوماندانانو هغه وخت چې ديولړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو بريد وشو او ونيول شول .
دځينې دڅرګندونو له مخې په دغو ځانګړو پوځي عملياتو کې دملامحب الله او ملانورالله په نومونو په دغو قوماندانانو پورې اړوند دوه تنه وژل شوي دي.
ويل کېږي چې ددغو قوماندانانو په پټځي کې يوه اندازه جنګي وسايل او په لسګونو کېلوګرامه چاوديدونکې او نشه يي توکې هم ترلاسه شو ي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې په دغو ځانګړو پوځي عملياتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکې ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته