امنیت

د کونړ په مروره کې د پوځيانو پر پوستو د طالبانو په بريد کې ٦ يرغلګر ووژل شول

-کابل / دوږي ٢مه / باختر:
شپږ وسله وال طالبان په کونړ کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول او ١١ نور يې ټپيان شول
دغه جګړه تېره شپه په مرورې  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو د پوځيانو پرپوستو بريدوکړ .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو وايي چې په دې نښته کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس نور يې ټپيان شول . ددغې نښتې په پاى کې د وسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شول .
وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته