امنیت

په هلمندکې د يوه نفوذي طالب له خوا د يوولسو تنو پوليسو شهيدانول

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د هلمند ولايت يوولس تنه پوليسان د خپل ملګري له خوا چې ويل کيده د طالبانو د ډلې نفوذي غړى و؛ شهيدان شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې :
د دوشنبې په ماښام د پوليسو يو مامور چې په اصل کې د طالبانو د ډلې نفوذي غړى و؛ د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې په امنيتي قرارګاه کې په خپل يوولس تنه ملګري ډزې وکړې او هغوى يې شهيدان کړل.
د هلمند ولايت يوه امنيتي خبرځاى چې و نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوولس تنه پوليسان شهيدان شوي دي.
ده وويل: د طالبانو نفوذي غړى په خپلو ملګرو له ډزو وروسته تښتيدلى او د ده د نيولو لپاره پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته