امنیت

په بلخ کې په هوايي بريد کې ملکي وګړو ته دتلفاتو داوښتو ادعا

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
په بلخ کې يوشمېر کليوالي اوسيدونکو دهېواد دهوايي ځواکونوپه يو بريد کې ملکي وګړو ته دسردزيان داوښتوخبره کوي .
دوى وايي  په دې هوايي بريد کې چې تېره شپه دبلخ ولسوالۍ دوزير اباد په کلي ترسره شو  ديوې کورنى  څلور  تنه غړي ووژل شول .
دغو کليوالي خلکو ددغې پېښې په غبرګون کې دمزار _ شبرغان په لويه لاره کې مظاهرې وکړې .
يوتن مظاهره کوونکې  باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې يوه ښځه  دوه ماشومان اويو نارينه  وژل شوي دي .
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې ددغه هوايي بريد عاملين وپېژني اوسزاورکړي .
داپه داسې حال کې ده چې دهېواد په شمال کې پوځي مقاماتو په دې هوايي بريد کې وسله والو طالبانوته  دسردزيان داوښتو يادونه وکړه .
دوى وايي  چې په دې بريد کې  پنځه ويشت وسله وال طالبان ووژل شول په همدې حال کې په بلخ کې سيمه ييزو مسوولينوپه دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته دسر داوښتو دادعا په باب  دڅېړنودپيل  خبرورکړ .    ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته