۱۰۰ ورځې

ډاکتر عبدالله عبدالله برياليتوب زموږ دى

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
دجمهوري رياست  نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن په راتلوونکي  حکومت کې دخپلو کاري پروګرامونو دبيانولو په مقصد دپکتيا ولايت ته سفر وکړ .
دګرديز له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دجمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله چې دزرګونو تنو ځوانانو ، قومي مشرانو ، محصلانو زده کوونکو او دخپلو مينه والو په غونډه کې ګډون کړى و په راتلوونکي حکومت کې يې خپل کاري  پروګرامونه بيان کړې او ويې ويل  دجمهوري رياست په انتخاباتو کې په برياليتوب سره ژمنه کوم چې په پکتيا کې به ستر او کوچني بندونه جوړ کړو  او په دغه ولايت کې به د کرکيلې لپاره زمينه برابره کړم ځکه پکتيا يو زراعتي ولايت دى چې په  دې  لاره کې برياليتوب زموږ دى .
  ده دغه راز دزرملي دګرديز دسړک دجوړولو يادونه وکړه او وي ويل  ددغه سړک بيا رغاونه ډيره اغيزمنه ده او په دې برخه کې دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته