امنیت

په تيره يوه مياشت کې يوسلو څلور تنه ډار اچوونکي په ننګرهار کې وژل شوي دي

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
په تيرو يوه مياشت کې يوسلو څلور تنه  ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې وژل  شوي او نهه نوي تنه نور په بيلابيلو جرمونو په دغه ولايت کې نيول شوي دي .
  د ننګرهار ولايت  امنيه قوماندان لوى پاسوال  عبدالرحمن رحيمي په يوه خبري غونډه کې  رسنيو ته وويل  چې په تيره يوه مياشت کې  يوسلو څلور تنه  ډار اچوونکي  په دغه ولايت کې  وژل شوي او نهه نوي تنه نور دوژنې ،  تښتونې ، غلا او دنورو جرمونو په تور نيول شوي دي .
  دغه راز څه ناڅه سل تنه نور  چې مشکوک پيژندل شوي دي ، نيول شوي دي .
  رحيمي زياته کړه چې دغه راز په تيره يوه مياشت کې دولس تنه  وسله وال مخالفين او دپاکستان پنځلس تنه اتباع چې قانوني سندونه يې نه لرل  هم  نيول شوي دي .
رحيمي زياته کړه  چې  لس ډول ډول موټرونه  ، پنځه سوه کيلوګرامه  نشه يي توکي او درې سوه يو اويا کيلوګرامه امونيم نايتريت او درې سوه  متره ثانيه سوځوونکي پلټې ترلاسه شوي دي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان وويل چې په  دې موده کې  دهيروئينو دتوليد پنځه کارخانې له سلګونو کيلوګرامو نشه يي توکوسره  له منځه يوړل شوي دي . او شپاړلس موټرونه  اويوه وسله ترلاسه شوې ده .
  ده وويل دغه راز څلور تنه وسله وال مخالفين چې پخوا دامنيتي ځواکونوپرخلاف په جګړه کې و  دسولې له بهير سره  يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته