خبرونهامنیت

د کابل امنيتي ځواکونو ۳ تنه د غلا په تور ونیول

 کابل، د تلې۱۱مه، باختر

امنیتي چارواکو په پلازمېنه کابل کې هغه ۳ کسان نیولي، چې په غلا او تښتوونو مشهور وو.

د کابل د امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ وايي، چې دغه درې تنه د ښار د څلورمې ناحیې په اړونده سیمو کې نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره نیول شویو کسانو به د وګړو د احوال ثبتولو ریاست پر لاره به يې د خلکو جېبونه او موبایلونه غلا کول او يوې ټکسي څخه يې هم ناوړهه ګټه اخیسته، چې تېره ورځ د کابل د امنیې قومندانۍ د کشفي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونیول شول.

د سرچینې په خبره د نیول شویو کسانو دوسیې د نورو اجرااتو په موخه د څېړنو ریاست ته لېږل شوې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا