خبرونهامنیت

د کابل امنیتي ځواکونو له ۲ تنو صرافانو څخه غلا شوې پیسې بېرته خپلو خاوندانو ته وسپارلې

 کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د پل خشک په سیمه کې له ۲ صرافانو څخه غلا شوې پیسې یې ترلاسه او بېرته يې خپلو خاوندانو ته سپارلې دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځډراڼ وايي، چې یوه ډله غلو پرون د پل خشک په سیمه کې د صرافۍ له دوو دوکانونو څخه ۱۱ لکه افغانۍ، ۸ زره امریکايي ډالر او ۱۹۵ میلیونه ایراني تومن غلا کړي وو، چې نن د امنیتي ځواکونو له لورې یادې پیسې بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارل شوې.

د نوموړي په وینا د امنیتي ځواکونو له لوري د غلو نیول کېدو هڅې هم دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم لسګونه غله نیولي او غلا شوي توکي يې اصلي خاوندانو ته سپارلي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا