سیاستخبرونهامنیت

د کابل امنیه قومندانۍ: په ټول توان سره د ډاډمن امنیت رامنځته کولو او جنايي پېښو د مخنیوي هڅې کوو

 کابل، د زمري۲۶مه، باختر

ملت ته د حکومت له لوري د حساب ورکولو د لړۍ پر دوام د کابل امنیې قومندانۍ چارواکو نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې چې د امنیې قومندانۍ په انګړ کې جوړه شوې وه له رسنیو سره شریکې کړې.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال مولوي موسی جان ابراهیم په دې غونډه کې وویل چې د یادې قومندانۍ مشرتابه او ټولو منسوبين هڅه کوي، چې د کابل ولایت اوسېدونکو ته د امن فضا را منځته کړي او د هر ډول جنايي، شريرو عناصرو، غیر اخلاقي او نورو هغو کړنو چې عامه امن او نظم ته زیان رسوي مخه ونيسي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي چې د یادې قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدریت له لوري شاوخوا ۲ زره قضيې کشف شوي او په پایله کې يې ۳ زره ۲ سوه ۵۵ تورن کسان نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي، همدارنګه ۵۲ تنه نور بیا د حکومت ضد فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

له یادو کسانو څخه ۱۲ ميله تفنګچه، ۱ میل کلاشینکوف، ۴ عرادې موټرلاس ته راغلي.

د ځدارڼ په وینا د تېر یوه کال په موده کې د کابل په کچه ۳۲ ماینونه کشف او شنډ، ۶میله کلاشینکوف، ۴ میله تفنګچې، ۳ میله چره یي او ۱ میل پيکا  کشف او ضبط شوي.

د نوموړي په خبره د امنیې قومندانۍ منسوبین همدارنګه توانېدلي دي، چې د درنو وسلو ۱۱۳ ګولۍ او سرګلولې، ۲۲ لاسي بمونه، د پیکا ۲۵۰ ګولۍ، یو شپږ ټايره نظامي موټرسايکل، او ۴ پایې مخابرې هم شريرو عناصرو  سره د مبارزې په برخه کې کشف، ترلاسه او یا شنډ شوي دي.

د کابل امنیې قومندنۍ چارواکو تېر کال د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم له لاسته راوړنو ډک وباله او په وینا یې په همدې موده کې يې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۲سوه ۳۶ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۳سوه ۱۵ تنه تورن کسان، ۷ زره ۶ سوه ۳۲ کيلو ګرامه هېروین، ۲ سوه ګرامه کرستال، ۲۰ زره ۹ سوه ۵۷ کيلو ګرامه شيشه، ۴۰ زره ۹ سوه عدده ټابلېت کا، ۱۵زره ۶سوه ۹۰ د ذیکپ نشه يي ګولۍ، ۱زرو ۴ سوه ۹۲ لېټره او ۸ سوه ۹۳ بوتله  الکولي مشروبات، ۲۳۴ زره ۷ سوه ۳۲ کيلو ګرامه چرس، ۱۰۵ کیلو ګرامه بنګدانه، ۸۷ زره ۷سوه ۷ کیلو ګرامه تریاک کشف او ضبط شوي دي.

د چارواکو په خبره د نشه يي توکو په تور له نیول شویو کسانو څخه يې ۲سوه ۴۱ سیټه مبایلونه، ۸۵۴ زره ۳ سوه ۷۳ افغانۍ  او ۲۰زره ۲ سوه ۵۰ کلدارې نغدې پیسې، ۲۳ موټر او موټر سایکلونه، ۹ میله ډول ډول وسلې هم ترلاسه شوي او ۱۱زره ۵ سوه ۲۶ تنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه هم شوې ده.

د امنیې قومندانۍ ویاند وویل چې په ښار کې د ډاډمن امنیت او ښه نظم برابرولو په موخه يې د ښار په ټولو اړینو برخو کې چک پواینټونه او مخابروي سیستم او د پولیسو ۱۰۰ وړیا شمېره یې فعاله کړې ده.

د یادولو وړ ده چې امنیتي چارواکو په دې غونډه کې وویل چې  ټولو اړونده پولیسو ته یې جدي سپارښتنې کړې دي، چې له خلکو سره ښه او نیک چلند وکړي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا