نړۍ

مرسي له قاضيانو سره په کتنه کې خپل دريځ بدل نه کړ

قاهره نيوزنو   باختردليندي دمياشتې  ٧ :
دمصر جمهوررييس محمدمرسي ددغه هيواد له جګپوړو قاضيانو سره له
کتنې وروسته پرون په خپل هغه  جنجالي فرمان ټينګار وکړ چې ده ته يې زيات واکونه ورکړي دي.
دفرانسپرس دخبري اژانس دمحمدمرسي دويندوى له خولې خبرورکړ چې داساسي قانون په اعلاميه کې هيڅ بدلون نه دى راغلى  خو ددغه ويندوى دڅرگندونو له مخې، دمصر جمهوررييس قاضيانو ته په ډاګه کړې ده چې دده واکمني اوواکونو په اړوند مسلو په باب په شانه تلوونکي تصميم ونيسي  او دده ددغه فرمان دلنډمهال والي په ماهيت باندې ټينګار کړي دي .
له جګپوړو قاضيانو سره دمرسي کتنه دده دپنجشنبې دورځې دفرمان په باب له اعتراضونو وروسته شوې ده چې له مخې يې دجمهوررييس واکونه په پراخه توګه زياتوالي مومي .
ددغه فرمان له صادريدو وروسته  له هغه سره په مخالفت  اوموافقه کې يولړ مظاهرې وشوې چې له امله يې دمرسي له پلويانو اومخالفينو ترمنځ نښتې هم وشوې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته