خبرونهامنیت

د کابل امنیې قومندانۍ هغه خبر په کلکه رد کړ؛ چې ګواکې په پل سوخته کې چاودنه شوې

کابل، د تلې۱۱مه، باختر

د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ له باختر آژانس سره په خبرو کې هغه ګنګوسې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په پل سوخته سیمه کې چاودنه شوې ده.

نوموړي دغه څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې یو شمېر رسنیو د کابل ښار په  پل سوخته سیمه کې د چاودنې راپورونه خپاره کړل.

هغه همدارنګه له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې اطلاعات او معلومات له کره او موثقو سرچینو څخه تر لاسه او بیا نشر کړي، تر څو د خلکو رواني امنیت ګډوډ نکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا