امنیت

هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي

کابل باختر د سلواغې
د هلمند ولایت د مرکز لښکر ګاه پورې اړوند د بلوڅانو په سیمه کې د یوه سیمه ېیز قوماندان جانان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال تېره ورځ د ملي پولیسو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د باختر اژانس سیمه ېیز  خبریال ته وویل چې، په یادو عملیاتو کې لس کيلو متره  سیمه هم د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او دغه راز دېرش بېلا بېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې ملي پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته