کابل باختر دزمري دمياشتې ١٠ :
د ملي د فاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو له امله د ١٠٣ تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٠٣تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٦ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، روزګان، قندهار ، زابل، بادغيس، بغلان، فارياب، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ