ټولنه

د قرآن عظيم الشان په ختم سره د اسلام دستر پيغمبرنيکمرغه ميلاد ونمانځل شو

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست دکنفرانسونو په تالار کې د قرآن عظيم الشان په ختم سره د سرور کاينات حضرت محمد مصطفى ( ص)  نيکمرغه ميلاد ونمانځل  شو.
د چارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: په دغې پرتمينه غونډه کې چې د چارو د ادارې او د ويزرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست مشرتابه هيئت او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه؛ ويناوالو د دغې مبارکې ورځې د فضيلت او د اسلام د ستر پيغمبر، د بشريت د ناجي، خاتم النبين حضرت محمد مصطفى ( ص) د شخصيت په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د اسلام سترپيغمرخپل ټول مبارک ژوند د عالم بشريت او د معرفت د عاشقانو د لارښوونې لپاره تيرکړ او دى د عالميانو لپاره رحمت دى.
دوى دغه راز د اسلامي ټولنې د آزادۍ او نيکمرغۍ لپاره د اسلام د سترپيغمبر (ص) روا مبارزه نيکمرغۍ او سوکالۍ ته د ټولنو د رسيدو په لاره کې لارښود او لارښوونکى وباله.
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې د اسلام  د ستر پيغمبر په سيرت د منګولو لګول زموږ ټولنه له ستونزو او کړاونو څخه ژغوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته