اقتصاد

نړى ته د افغانستان صادرات زيات شوي دي

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
د بندرونوله لارې نړۍ ته د افغانستان صادرات د تېرکال په پرتله په سلوکې ٢٥ زيات شوي دي.
افغانستان زياتره وچه او تازه ميوه طبي بوټې ، سابه اولاسي صنايع نړۍ ته صادروي اوله نړۍ څخه ګاز، تيل، ساختماني توکي اوخوراکي توکي هېواد ته واردوي.
دصنعت او سوداګرى وزارت د رسنيو د دفترمسوول باختراژانس ته وويل، همدا اوس د تورغندي ، اقينې ،اسلام قلعه،او د تورخم د بندرونو په ګډون ټول بندرونه د تجارتي کاروانونوپرمخ پرانستي دي اوهره ورځ په سلګونوموټرونه له دغوتګلوروافغانستان ته راځي او له افغانستان څخه د نړى هېوادونوته ځي.
هغه د بندرونو له لارې نړۍ ته د افغانستان د مالونو د صادراتو په سلوکې د ٢٥ زياتوالي خبرورکړ او ويې ويل هلې ځلې کوي چې د اسانتياوو په برابرولوسره نړۍ ته صادرات زيات شي.
له بله پلوه د افغانستان د سوداګرى او پانګونې د خونې مرستيال يونس مهمند وايي چې د افغانستان په بندرونو کې د سوداګرو او د صادراتو او وارداتو په وړاندې کومه ستونزه نشته .
په همدې حال کې د افغانستان بېلابېلوسيمواونړۍ ته د پيسو په لېږډونه کې محدوديتونه اوس هم د سوداګرومهم چلنج شمېرل کېږي.
سوداګر وايي چې د نړۍ اود ګاونډيو هېوادونو د اړتياوړ توکو د پېرودنې لپاره بايد د پيسو د لېږدولوپه بهير کې اسانتياووې رامنځته شي.
داقتصادي چارو کارپوه عبيد الله عبيدي وايي چې د بانکي ستونزو په لرې کېدوسره به دافغانستان صادرات او واردات عادي شي اود مالونو بيې به هم ارزانه شي اوله بله پلوه به دافغانستان اقتصاد وده وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته