خبرونهامنیت

د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه لسګونه  منسوبین فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۵۶ تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابیلو څانګو له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

 مسؤلینو په یاده غونډه کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې په ټولو شرعي امورو کې د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړي او دنده د الله ج د رضا او اسلامي نظام ته د ښه خدمت په موخه ترسره کړي.

 په ورته وخت کې تازه فارغ شویو سرتېرو د اسلامي نظام  څخه د ساتنې او دفاع په  موخه د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه تر سره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته