
کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د کابل – جلال آباد لویه لاره، تېره شپه د غر ښويېدنې له امله، د کابل دروازې په درې کیلومتري سیمه کې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، نن سهار یادې سیمې ته سفر کړی او ساحه یې له نږدې لیدلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا چې، د غر ښویېدنه تر دا مهاله دوام لري؛ د ټولګټو وزارت سرپرست، د کابل ولایت د ټولګټو ریاست او د دغه وزارت د زیان منونکو نقطو ریاست ته د بدیلې لارې د احداث لارښوونه کړې او همدارنګه یې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له انجنیري ټیمونو څخه هم د مرستې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ په موخه بدیله لاره جوړه او یاده لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.
ټولګټو وزارت، له هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه هم غوښتنه کړې چې د مسافرو د ځاني او مالي خوندیتوب په موخه دې د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پورې پر دغه تګلوري تګ راتګ نه کوي.