(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل،د وږي ۲۶مه، باختر

د لغمان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د کابل جلال آباد پر لویه لاره د دوو جلا جلا ترافیکي پیښو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د خيرو خېلو په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند سلینګار سیمه کې د ترافیکي پیښې د رامنځته کېدو له امله یو تن مړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د لغمان د ترافيکو مديريت مسوولين د پېښو ځایو ته پر وخت رسيدلي او ټپيان یې د درملنې په موخه د یاد ولایت ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا