
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د لغمان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پیښې له امله ۸ تنو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دوو ګړندیو موټرونو د بې احتیاطي له امله د کابل – جلال آباد پر لويه لاره یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې په کې ۳ مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
یوسفزي زیاته کړه، چې د پيښې ځای ته د لغمان د امنيه قومندانۍ د ترافيکو مديريت مسوولين پر وخت رسېدلي او ټپيان يې ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.