امنیت

په لغمان کې د ستروعملياتو پيل

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
دلغمان ولايت سيمه ييزو مقاماتو د ستروپوځي عملياتو د پيل خبرورکړ.
دغه عمليات د (شمشير سي) په نامه دملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون د وسله والو طالبانو د پټنځايونو او خلکو ته د ژوندانه دښې فضا د برابرولو په مقصد پرون پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري.
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي باختر آژانس ته وويل چې ددغو سترو پوځي عملياتو په بهيرکې هلې ځلې کيږي، ټولې ناامنې او زيان منوونکې سيمې په تېره بيا لويې لارې د وسله والو طالبانو له شتون او د دغې ډلې د افرادو له بريدونو څخه پاکې شي.
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه عمليات پرون د لغمان ولايت له مرکز مهترلام ښارڅخه دعليشنګ او دولت شاه تر ولسواليو پورې پيل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان اوسيدونکي اوپه تېره بيا هغه کسان چې د لويو لارو په تګلوروکې ژوند کوي، په دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو د ترورستي فعاليتونو د زياتوالې له امله انديښنه لري.
په همدې حال کې په خبرونو کې ويل شوي دي چې وسله والو طالبانو د لغمان ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو ښخولو، وسله والو بريدونو او د خلکو ځورونه زياته کړې ده.
پرون ماښام هم په لغمان کې د پوليسو د سر تېرو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو له خوا د ايښودل شوى ماين بريد وشو چې له امله يې يو پوځي ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
له بله پلوه، د لغمان والي وايي: د وسله والو طالبانو ځينې پټنځايونه او د دغې ډلې د بريدونو له امله زيان منوونکې سيمې مشخص شوې دي او د دغو عملياتو په بهيرکې هلې ځلې کوو چې ددغو پټنځايونو په له منځه وړول سره خلکوته په سلو کې سل امنيت او ارامى رامنځته کړو.
دغه پوځي عمليات د يوې اوونۍ لپاره اټکل شوي دي، خوسيمه ييز مقامات وايي چې د اړتيا په صورت کې به د تروريزم پرخلاف دغه پوځي ماموريت دوام وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته