امنیت

نوماند وزيرانو ته د رايې ورکولو بهيرپيل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
د ولسي جرګې له خوا اتلسو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت د لوى رياست نوماند ته د رايې ورکولو بهير پيل شوى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د جمهور رييس له خوا ولسي جرګې ته د نوې کابينې د غړو او د ملي امنيت د لوى رياست او د مرکزي بانک د رييس له معرفي کولو او د استازو مجلس ته د نوماند وزيرانو او د ملي امنيت د لوى رياست د نوماند د پروګرامونو له بيانولو وروسته اتلسو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت د لوى رياست نوماند ته د رايې ورکولو بهير پيل شوى دى.
د يادونې وړ ده چې شپږ تنه نوماند وزيران او د مرکزي بانک د رياست نوماند د دوه ګونى تابعيت او د دوى په تحصيلي سندونوکې د نيمګرتياوو له امله د ولسي جرګې له خوا رد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته