سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجنداکې نيول شوي موضوعګانې يې  وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ، شورا لومړي دروسيې فدراتيف جمهوريت ته دسترې محکمې  دعالي شورا دغړي او دعمومي جزا دديوان درييس قضاوتپوه بهاوالدين بها دسفر رپوټ چې ددغه هيواد دقضايي  مقاماتو په رسمي بلنه دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې په استازيتوب په څلورمه حقوقي نړيواله غونډه کې دګډون په مقصد چې دجون دمياشتې له اتلسمې څخه تر يو ويشتمې نيټې پورې د سنکت  پترزبورګ ښار کې جوړه شوې وه، واوريد په دې کنفرانس کې فعاله ونده اخستنه او هم دوينا اورول چې دقاضي القضاتانو  دعدليې دوزيرانو  اودنړيوالو حقوقو پوهانو په ګډون ترسره شول او دافغانستان په قضايي  نظام کې دجوړښت او قضاوت  منعکس کوونکي و، مثبت وبلل .
وروسته له اجندا سره سم دځينو رسيدلو  استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه او ديوه جايداد دمحفوظ  ثبت دنه موندلو په باب دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست  داستهدايې  ديوې محجوزې  دمحکوم بها د حجز په مجازاتو کې ددغې محجوزې  دولادي  رخصتۍ دمحاسبې دڅرنګوالي په برخه کې   دعدليې وزارت داستهدايې   دوکالت له ټاکلو حدودو څخه دوکيل دسرغړونې  په باب  دسندونو اووثيقو  دثبت دعمومي رياست داستهدايې  په وړاندې  او په همدې ترتيب ددوو تنو قاضيانو دحقوقي او ذاتي ستونزو په باب دسترې محکمې دمالي او اداري او دذاتيه چارو  درياستونو داستهدايې  په وړاندې دنافذو قوانينو  په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې او  لازم هدايتونه  صادر شول.
  سربيره پردې په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې شپږ مورده غوښتن ليکونه  او په جزايي  او مدني قضيو کې دمحکمې دبدلون  شل مورده غوښتن ليکونه هم وڅيړل  شول اوپه هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  ديوبل خبر له مخې، دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي  نن سهار هغه اوومه ډله قاضيان چې ديو پنځه  څلويښت ورځنۍ پروګرام په چوکاټ کې  په تجارتي ساحه کې  داختصاصي زده کړو په مقصد  دقاهرې  دقضايي تعليماتو مرکز ته استول شوي و ، دپروګرام له پاى ته رسولو وروسته حضور ته ومنل .
  په پيل کې  يوه قاضي  دنورو په استازيتوب  روزنيز نصاب  مشاهداتي پروګرامونو او په مصر کې  دخپل سفر دپايلو په باب هراړخيز معلومات وړاندې کړل او دمصر دعربي جمهوريت  دعدليې وزارت داسانتياو او دصميمانه چلند له امله دخوښي  دڅرګندولو په ترڅ کې نتيجې يې په دقيقه توګه دخپل قضايي رسالت په پرمخ بيولو  کې ګټورې اواغيزمنې وبللې.
ورپسې قاضي  القضات دسفر درپوټ له اوريدو وروسته يوځل بيا له هيواد څخه په بهر کې  دمسلکي تخصصي اومشاهداتي  زده کړو  دزمينو دبرابرولو او تامينولو په ساحه کې دقضايه قوې  پاليسي بيان کړه او زياته يې کړه چې دسترې محکمې مشرتابه دقضايي سفرونو علمي ، تجربوي  او سلوکې  اغيزو ته په پاملرنې سره دقيق پلانونه جوړ کړي دي او هلې ځلې يې  کړي دي چې ددغو سفرونو دايره نورو  هيوادونو ته هم پراخه کړي او ددې فرصت مساعد کړي چې قاضيان دمسلکي او مشاهداتي سفرونو  په ترسره کولو سره  په ښه توګه زده کړه وکړي او داصلاحي نظريو او پيشنهادونو په وړاندې کولو سره دې دپروګرامونو په بډاينه کې ګټور رول  ولوبوي .
  قاضي القضات دغه راز زياته کړه چې دمعاصرې نړۍ  په حقوقي قضايي او دقانون جوړولو دلارو چارو په زده کړې او سيستمونو دقاضيانو پوهاوي ،  دسترې محکمې   يو مهم لومړيتوب  دى  او هغه قاضيان چې په لومړي پړاوکې يې په دغه شان امکاناتو او فرصتونو برلاسي پيدا کړي دي مکلف دي چې په اړوندومحکمو کې دغونډو په جوړولو سره دخپلو زده کړو نتيجې  له نورو قاضيانو سره طرحه کړي او دسفر تجربې او برياليتوبونه  دې دچارودښه والي په لاره کې تعميم کړي .
ديادونې وړده چې په دې کتنه کې دقضايه قوې دادارې عمومي آمر ډاکترعبدالله عطايي  هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته