
کابل، د سلواغې ١٦مه، باختر
د دایکنډي د ټولګټو چارو ریاست مسوولين وایي، چې د کابل- دایکنډي ترمنځ لویه لاره د قوناق کوتل سیمه کې د سختې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د یاد ولایت مالي او اداري مدیر لعل محمد یوسفي باختر آژانس ته وویل، چې دغه لویه لاره د قوناق کوتل سیمه کې د نن ورځې د اورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې مسافر د پر دغه لویه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
لمر