ټولنه

په لغمان کې د څه نا څه زرو جریبو کرنیزو ځمکو ته د اوبو د برابرولولپاره هلې ځلې

کابل / د غبرګولي ۲۵ / باختر
په لغمان کې د څه نا څه زرو کرنیزوځمکوته د اوبو د برابرولو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
د دغو کرنیزوځمکواوبه ټاکل شوې ده د یو سربند او یو کانال په جوړولوسره برابرې شي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت وايي چې د دغه سربند او کانال د جوړولولپاره څه نا څه ١٠ میلیونه افغانۍ لګوي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې ټاکل شوې ده دغه سربند او کانال تر دریو نورو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بزګرانو په الیشنګ ولسوالۍ کې د دغو دوو پروژو له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي د کافي اوبو له لرلوسره د دوی د کرکیلې او کار د سمون سبب کېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته