کابل / د غبرګولي٢١مه / باختر په پنجشير کې د يواستنادي ديوال په جوړېدو سره لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه د احتمالي سېلاونو له خطر څخه خوندي شوه
دغه ديوال د سيند ترڅنګ په درې ولسوالۍ کې د ٣٣١ مترو په اوږدوالي جوړ شوى دى.
د کليو د بيا رغاوني او پراختيا وزارت وايي د دې ديوال په جوړولو کې ١٠ ميليونه افغانۍ لګولي دي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي د دغه ديوال په جوړېدو سره ٩٠ جريبه کرنيزه ځمکه ، په لسګونو د استوګنې کورونه او بڼونه د احتمالي سېلاونو له خطر څخه خوندي شول.
دا په داسې حال کې ده چې د درې ولسوالۍ کله نا کله د سېلاونو شاهده وه، هغه سېلاونه چې د خلکو د استوګنې کورونو او کرنيزو ځمکو ته زيان رساوه.
پاى \ ذ