سیاستخبرونهفرهنګTOP

د کابل د تاریخي او فرهنګي سیمو د بیا رغونې او ساتنې ځانګړې کمېټې لومړنۍ غونډه وکړه

کابل، د تلې ۲۸مه، باختر

په کابل کې د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې او د عامه سیمو د چاپېریال ساتنې لپاره د رئيس الوزرا د حکم پر بنسټ تازه جوړې شوې کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه.

د یادې کمېټې مشري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي کوي او د ښارجوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې ادارې، د آغا خان فرهنګي بنسټ استازي يې غړي دي.

په ناسته کې مولوي عتیق الله عزیزي د یادې کمېتې په ارزښت خبرې وکړې او د کمېټې له غړو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کابل ښار د تاریخي او فرهنګي ځایونو ساتنې او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عزيزي ژمنه وکړه، چې یاده کمېټه به د چاپېریال ساتنې په موخه به کوټلي ګامونه واخلي.

د کمیټې غړو د کابل سیند پر ګډون د نورو مهمو تاریخي او فرهنګې سیمو د بیا رغولو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې ګډون والو ژمنه وکړه چې د ګډې هماهنګۍ په صورت کې به د هرې سیمې تاریخې او فرهنګې ارزښتونو په پام کې نیول سره زیات مهم ځایونه  بیا ورغول شي او د تاریخي ارزښتونو خلاف کارونو مخه به ونیول شي.

هېره دې نه وي، چې یادې کمېټې په پلازمېنه کابل کې د تفریحي ځایونو د جوړولو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا