کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
پنځو ماشومانو تېره شپه د يوه ساتونکي په وژلو سره د ماشومانو د روزنې له مرکزڅخه وتښتېدل.
د بلخ د امينې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل: دغو ماشومانو په رسرۍ سره د دغه ولايت د ماشومانو د روزنې د مرکز د يوه ساتونکي په زندي کولو سره تښتېدلي دي.
د بلخ د عدليې رييس امين الله امين هم دغه خبر تائيد کړ او ويې ويل: په دغه مرکزکې څه دپاسه ٣٠ بندي مجرم ماشومان شپې سبا کوي.
پاى ذ