
کابل، د مرغومي ۱۳مه، باختر
د کابل ولایت په تره خېل سیمه کې، د درز دار او فرسایشي مرمر ډبرو د استخراج پروتوکول نن لاسلیک شو.
باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروتوکول د دغه وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شتون، د کابل د کانونو ریاست سرپرست مفتي عبدالحمید اخندزاده او د کور جوړونې ساختماني ریاست رئیس محمد میرویس ارغنديوال لاسلیک کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ ياد پروتوکول د روان کال له مرغومي میاشتې څخه تر پنځو کلونو لپاره د مرمر ډبرو في متر مکعب بیه د ۴۰۰ افغانیو او د کان کلنی استخراج حجم په ټاکلې سیمه کې، ۱،۵۵ هکتاره کې د ۱۰ زره ټنو په اندازه د اعتبار وړ ده.
وهاج