سیاست

تبصره :

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٩  :
دپاکستان سياستوالو نوې داسې مهندسي کړې ده چې دافغانستان دسولې
واټ له کشميرڅخه پيليږي  .
دباخترآژانس سياسي مفسر ليکي :
په افغانستان کې د جګړې او سولې دمعادلې پيچلتيا دهغې دبهرني اړخ په لحاظ ده ، ځکه پرديو لکه څنګه چې  په هېواد کې دجګړې مديريت کاوه ، اوس  غواړي چې سوله هم مديريت کړي.
پاکستاني سياستوالو او ددغه هېواد پوځي اواستخباراتي کړيو په تيرو وختونوکې که چېرې  په  افغانستان کې د  جګړو مديريت  کاوه ، اوس په   ډاګه وايي  چې دافغانستان سولې ته غځيدلى واټ  له کشميرڅخه پيليږي يعنې  دافغانستان د جګړې اوسولې  دغوټي سر په اسلام آباد کې دى.
په نوي انکشاف کې  دکشمير په  چارو کې دپاکستان ځانګړي استازي شاهد حسين سيد ويلي دي چې  د کابل سولې ته  غځيدلى واټ له  کشمير څخه تيريږي   دا ددې مانا نلري چې تاسې کله چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو په اړوند خبرې کوي  نه شئ کولاى  هغه له کشمير څخه جلاکړئ .
په همدې حال کې دپاکستان دملي شورا غړې  او دکشمير لپاره دپاکستان
دصدراعظم استازې ميرمن شيزرامنسب  چې  دشاهدحسين سيد ترڅنګ   
چې دواشنګټن په اشتيمون مرکز کې وه  وويل ؛  زموږ اصلي مسئله دا ځلې په کشمير کې سوله ده او   په سيمه  کې هيڅ راز سوله واکمنه نه شي که چېرې دکشمير مسئله حل اوفصل نه شي .
دغه څرګندونې له څو لورو ددقت وړ دي ، لومړى دا چې پاکستاني سياستوال په دغو تندو او تيزو څرګندولو سره په ډاګه بيانوي  چې په افغانستان کې د جګړې دغوټي سر په پاکستان کې ده  په څرګند ډول  پاکستان دخپلې پراختيا غوښتوونکي ستراتيژۍ دتعقيبولو لپاره  له ډول ډول  ډار  اچوونکو ډلو څخه دوسيلې په توګه کار اخلي اوپه دغو ناروا وسايلو سره غواړي  چې  په سيمه ييزو معادلاتو کې  اوچت لاس ولري .
ددغو څرګندونو دويمه موضوع په افغانستان کې دجګړې دمديريت څرګند پيغام بيانوي که څه هم په دې باب د زياترو افغانانو ترمنځ شک او ترديد شتون لري  چې پاکستان  دناسم سياست په تعقيبولوسره هيڅکله دپياوړي او په خپلو پښو دريدلى افغانستان نه  غواړي په همدې دليل ډار اچوونکي زيږوي ، پالي  او دخلکو د وژنې په خاطر يې افغانستان ته ليږي.
په داسې وخت کې چې ميرمن شيزرامنسب  په ډانګ پيلي ډول وايي چې په سيمه کې به هيڅ سوله واکمنه نه شي  که چېرې دکشمير مسئله حل نه شي ،  دافغانستان شخړه روښانه کيږي په دې  مانا چې تر هغه وخته پورې چې پاکستان ونه غواړي په افغانستان کې سوله نه تامينږي او  جګړه پاى ته  نه رسيږي .
له دې امله  که چېرې نړيواله ټولنه اودسيمې هېوادونه  غواړي سيمه او افغانستان د ډاراچوونکو له شرڅخه خلاصون پيدا کړي  دهغوى دسيمه ييزو ملاتړو  په فکر کې دې شي  په دې صورت کې کولاى شو دسيمې او افغانستان دشخړې دحل کولو لپاره  لاره پيدا کړو.
دپاکستان دسياستوالو څرګندونې  که چېرې دافغانستان دجګړې اوسولې په وړاندې روښانه پيغامونه لري  دغه  نا مبارک پيغامونه  هغو هېوادونو ته چې  دډاراچونې دپراختيا له امله ويره لري هم ناوړه پيغامونه لري په دې مانا چې ترهغه وخته پورې چې  دډاراچوونکو دجبهې شا ونه تړله شي  لرې نه ده  چې   ډار اچونه دسيمې له نورو هېوادونو څخه سر پورته نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته