خبرونهښوونه او روزنه

د دایکنډي د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی ورکشاپ پیل شو

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د دایکنډي د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی ورکشاپ پرون د دغه ولایت د پوهنې د رئيس قاري عنایت الله سهار په شتون کې د مرکز اړوند د سنګموم د هلکانو په لیسه کې پیل شو.
د پوهنې رئيس د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې وویل چې د دغه ښوونیزې برنامې د جوړولو موخه د ښوونکو لا مسلکي توب او د را روان ښوونیز کال لپاره چتوالی دی.
د نوموړي په خبره زده کوونکو ته د مسلکي ښوونکو له لوري تدریس د پوهنې په ډګر کې د کیفیت د لوړېدو سبب ګرځي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه لړۍ کې به د دایکنډي د ښوونکو لپاره د ولایت په کچه د ظرفیت لوړولو تر ۸۰ ډېر مرکزونه فعال شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته