خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د لیندې ۴مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنیک خبري سایټ (له پاکستان څخه د یو میلیون بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، د دغه هېواد حکومت به تر دوو میاشتو پورې یو میلیون نور بې اسناده کډوال وباسي.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د هېواد د برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ۱۳ نورو ولایتونو برېښنا، چې د رغولو له امله پرې شوې وه، بېرته ونښلول شوه.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان د خپلې برېښنا زیاته برخه له ګاونډيو هېوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه واردوي.

د طلوع نيوز خبري سايټ (په مسکو کې ” د تېر او راتلونکي افغانستان ” په نامه غونډه جوړه شوه) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته