ټولنه

دننګرهار ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر دليندى  نهمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون دملي پيوستون دپروګرام  د ٥٨ ټولګټو پروژو کار بشپړ  او ددغه ولايت يوشميرخلکو له اسانتياو  څخه يې ګټه واخسته
دکليو دبيا جوړلوو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو  پروژو کار د درې مليونو  ٧٣٨ زرو  افغانيو په لګښت  دننګرهار ولايت دبهسودو ، سره رود  ، او کوز کونړ، دره نور ،  کامې  او ګوشتې ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې  پليو لارو  داوبو لګولو  دکانالونو، دمحافظوي  ، ګبيوني او استنادي ډيوالونو، دکاريزونو او دسړکونو  دغاړو دويالو جوړول او په سړکونو  کريړ اچول او پخول شامل دي .
ددغو پروژو په کار کې د ٣٩٢٣ تنو ماهرو او غير ماهرو کارګرانو  دکار زمينه برابر شوي و .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت په ننګرهار ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام له لارې ٣٧٧  کلي  دپراختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي . او تراوسه پورې  په دې بريالي شوي دي چې  په بيلابيلو  برخو کې د ٣٦٧ پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته