خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کابل سیلو دولتي شرکت خپلې لاسته راوړنې رسنیزې کړې

کابل، د لړم ۲مه، باختر

د کابل سیلو دولتي شرکت مسوولینو نن د یوې غونډې په ترڅ کې، په تېر یو کال کې خپلې لاسته راوړنې او فعالیتونو له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کابل سیلو دولتي شرکت رئیس مولوي نصرالله منصور وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیلوګانو ته دومره پاملره نه وه شوې، خو د اسلامي امارت په راتګ سره سیلوګانې بېرته فعالې شوې.

هغه زیاته کړه چې تېر کال کې د کابل سیلو دولتي شرکت عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته (د روان کال تر تلې میاشتې) دغه شرکت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د منصور په وینا، ټاکل شوې ده چې د همدې کال تر پای پورې دغه عواید ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي.

د کابل سیلو دولتي شرکت رئیس، له دولتي ارګانونو او ادارو څخه وغوښتل چې د دولتي عوایدو د زیاتوالي او په خپلو پښتو د هېواد د سیلوګانو د درېدو لپاره دې له دغه شرکت سره همکاري او قرارداد وکړي.

په همدې حال کې، د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي عبدالحمید آخندزاده په خپلو خبرو کې، د کابل سیلو دولتي شرکت د مسوولینو او کارکوونکو کړنې او فعالیتونه وستایل او هېوادوالو ته یې د دولتي شرکتونو له خوا د ښو او باکیفیته خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام، د کابل سیلو دولتي شرکت عملیاتي مرستیال احمد زکریا رسولي، د دغه شرکت د تېر یو کال فعالیتونو او لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

د هغه په خبره، اوسمهال دغه شرکت د کورنیو چارو له وزارت او د کابل او پولي تخنیک له پوهنتونو سره د قراردادونو له مخې ډوډۍ استوي.

د یادونې وړ ده چې د کابل سیلو دولتي شرکت په ۱۳۳۵ لمریز کال تاسیس شو او اوسمهال په کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کار بوخت دي. دغه شرکت (د غنمو د زېرمو کولو، د اوړو د تولید او د ډوډۍ، ناشتا، کیک، روټ کلچې … د پخولو او وېشلو) په برخو کې فعالیت کوي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا