امنیت

دهرات په شينډنډ کې دطالبانو په يوه ستر مرکز مرګانى بريد .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په بخت اباد کلي کې دطالبانو دقوماندانۍ په يوه مرکز پرون هوايي بمبارى وشوې . چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
له سيمې څخه دلومړنيو رارسيدلو خبرونوله مخې، په دغو بريدونوکې دښځو او ماشومانو په ګډون ديارلس تنه ملکي وګړي چې دطالبانو دقوماندانۍ ددغه مرکز په شاوخوا کورونو کې استوګن  وو شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شوي دي چې دغه رپوټ تر جدي څيړنې لاندې دى .
له دې سره جوخت داسې خبرونه ترلاسه شوي دي هغه نولس تنه چې په دغه مرکز  کې دطالبانو په جيل کې ساتل کيدل هم دبمباريو په بهير کې  په تيښتې بريالي شوي دي .
  دولايت دمقام له خوا دحقيقت موندلې هيئت موظف کړى شوى دى چې دپيښې ځاى ته لاړشي او په دې اړوند ادعاګانې په جدي توګه وڅيړي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته دسر داوښتو زيانونو په باره کې څيړنې پيل شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته