
کابل / د وږي ۱۱مه / باختر
د افغانستان بانک رهبري پلاوي د اسعارو د راکړې او ورکړې او مبادلې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د صرافانو له رهبرۍ او غړیو سره غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل شهزاده سرای به د روان کال د وږي په ۱۳مه (د شنبې په ورځ) پرانیستل شي.
دغه راز د افغانستان بانک له خلکو څخه غوښتي دي چې د تېر په شان د خپلو پولي معاملاتو او تبادلې لپاره دې یاد بازار ته مراجعه وکړي او په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ورکړي.
وهاج