ټولنه

په رزګان کې ښځوهم د پرلت خېمه ووهله

ترينکوټ باختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د هېواد په جنوب کې روزګان لومړنى ولايت دى چې نن په کې ښځو د پرلت خېمه ووهله.
دغو ښځو پردولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې روان جنګ پاى ته ورسوي او د سولې خبرو اتر ته سره کېني.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
د دغو میرمنو شمېر چې لسګونو ته رسیده،دوى پروسله والوطالبانو اودولت غږ وکړ چې اور بند اعلام کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي .
له دې سره دغلته نارینه پرلت کونکو هم چې شمېر يې ورځ تربلې زیاتېږي یوځل بیا پر ښکیلوخواو د سولې غږ وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهېسې  د افغانستان په زیات شمېر ولایتونوکې خلکو د سولې غوښتلو په موخه د پرلت خېمې وهلي،خو تر اوسه پورې ورته د وسله والوطالبانو له خوا مثبت ځواب نه دى ويل شوى .پاى_ وصال 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته