
کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ په دشت ټوپ سیمه کې د کابل – غزني پر لویه لاره کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه پېښه تائید کړې او وايي، چې د پېښې ټپیان د دشت ټوپ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د یو بل خبرله مخې؛ د غور د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت د شهرک ولسوالۍ په ملا علي کلي کې د یو فلان کوچ موټر د چپه کېدو له امله د ۲ ښځو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د بدري په وینا امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیان د شهرک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.
جهانیار