نړۍ

پر کرونا ويروس داخته کسانو شمېر له نيم مليون څخه واوښت

-لندن  / دکب ٨مه / باختر :
د هغو شمېرنو له مخې  چې دحکومتونوله خوا خپاره شوي دي  په کويد – ١٩ داخته کسانو ټول شمېر نن له نيم مليون څخه زيات شو . له دې جملې څخه څه دپاسه   ١٢٤ زره تنه تداوي شوي او  ٢٤ زره مړه شوي دي.
چين، ايتاليا، امريکا، هسپانيا، المان  او ايران  په ترتيب سره پر دغه ويروس  داخته کسانو موارد اعلام کړي دي.
په همدې حال کې د نړۍ دشلو صنعتي هېوادونو مشرانو په يوه ويديويي غونډه کې  چې د عربـستان په کوربه توب  او له لرې واټن څخه  جوړه شوه  ژمنه وکړه چې پنځه تريليونه  ډالره د نړۍ له اقتصاد سره مرسته کوي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته