
کابل، د وږی ۳مه، باخترې
په غزني کې د کابل – کندهار لویې لارې پلګوټي د سېلابونو له امله ويجاړ شوي وو، چې د ټولګټو چارو ریاست یې د ترمیم چارې پیل کړې دي.
باختر آژانس د خبر له مخې، په غزني کې د ټولګټو چارو ریاست د سيمې اوسېدونکو په همکارۍ د کابل – کندهار لویې لارې د پلګوټو ترمیمولو چارې پیل کړې دي.
د غزني ټولګتو چارو ریاست مسوولين وايي چې له دې وړاندې سېلابونو د سیمې خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړول، چې د پلګوټو په بیا رغولو سره به یاده ستونزه تر ډېره بریده لرې شي.
دا په داسي حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهېسې په هېواد کې د سختو اورږښتونو له امله سېلابونه راوتلي او ګڼ شمېر خلکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي.
صدیقي