خبرونهاقتصاد

د کابل – قندهار لویه لار به ورغول شي او پراخه به شي

 کابل، د زمري ۷ مه، باختر

د کابل – قندهار لويې لارې د بيا رغونې او پراخولو چارې پرون پيل شوې.

دغه لویه لاره ۴۸۳ کیلو متره اوږدوالی لري او پایتخت یې له یو شمېر جنوبي، لوېدیځو او مرکز سره نښلوي.

د دغې لويې لارې ځينې برخې په تېرو جګړو کې وېجاړې شوې وې او ترميمولو ته اړتيا لري.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې دغه لویه لاره به د بیا رغونې ترڅنګ لږ تر لږه درې متره پراخه شي.

په همدې حال کې  د کابل – قندهار د لويې لارې سور والی اووه متره دی او ټاکل شوې ده چې لس مترو ته پراخه شي.

د کابل- قندهار د لويې لارې د بيا رغونې او پراختيا د پروژې فني مسوول انجنير نعيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغې لويې لارې د بيا رغونې او پراختيا چارې به پنځو میاشتو کې تر سره شي.

د دغه سړک د بیا رغونې او پراخولو لپاره د ټولګټو چارو  وزارت هڅې د موټر چلوونکو په ګډون د ښاریانو له هرکلي سره مخ شوې دي.

یو موټر چلوونکی خلیل الله وويل، چې په دې کار سره به د ترافيکو د تګ راتګ په آسانتیاوو سره د ترافيکي مرګ ژوبلې کچه را ټيټه شي.

خليل الله له ښاريانو وغوښتل، چې د سړکونو په ساتنه کې له مسوولينو سره همکاري وکړي.

د قندهار ښار يو تن اوسېدونکى نجيب الله وايي، چې د دې لويې لارې بيا رغونه او پراختيا به د مسافرینو او سوداګريزو کاروانونو په تګ راتګ کې آسانتياوې رامنځته کړي.

د کابل – قندهار سړک د افغانستان له لویو لارو څخه ده. په دې لویه لاره په  زرګونو مسافرینو او لسګونو سوداګریزو کاروانونو تګ را تګ کوي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا