اقتصاد

له اروپایي ټولنې سره د دولت جوړونې تړون په نامه د اصلاحاتو پلې کېدو ناسته جوړه شوه

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٠ مه
د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي، په مشرۍ پرون د اړوندو ادارو په ګډون له اروپایې ټولنې سره د دولت جوړونې تړون (SBC) په نامه د پالیسیو، لوی اقتصاد، د عامه مالي چارو مدیریت او د بودیجې حساب ورکونې د روڼوالي په برخو کې د اصلاحاتو پلي کېدو په تړاؤ ناسته جوړه شوه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
افغان حکومت د بروکسل کنفرانس په څنډه کې له اروپایې ټولنې سره د دولت جوړنې (State Building Contract) په اړه تړون لاسلیک کړ، چې د دې تړون له مخې اروپایې ټولنه په دغو برخو کې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته